پېښور 05 جولائي (اے پي پي)ډېره اسماعيل خان كښې د صدر تاڼې په حدود كښې د نهې په ورځ سبزي منډۍ سره نزدې د نامعلومو كسانو د ډزو له امله د ټرافېك پوليس دوه اهلكار شوكت او حبيب الله شهيدان شوي دي۔ د پوليسو له مخې ترهه ګر په موټرسائيكل ناست وو كوم چې په تېښته كښې كامياب شوي۔ډي اېس پي صدر حافظ محمد عدنان خان او اېس اېچ او صدر سليم خان سيمه په ولقه كښې اخستلو سره سرچ عمليات پېل كړي