اوګاډوګو 05 جولائي (اے پي پي) بركينا فاسو په دوه صوبو كښې په كلي والو سيمو په شويو بريدونو كښې د مرګونو شمېره زياتېدو سره 34 ته رسېدلې۔ د فرانسيسي خبري اژانس له مخې چارواكو او سېكورټي ذريعو ووئيل چې د اونۍ په آخر كښې د صوبې كوسي په بوراسو سيمه كښې د وسله والو په ډزو كښې د ماشومانو پشمول 22 كسان او د ياتنګا صوبې په نميسګويما سيمه كښې د بريد په مهال د پوځي دستې درې اهكارو پشمول 12 تنه مړه شوي دي