لاهور 04 جولائی (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) نائب صدري مرېم نواز وئيلي دي عمران خان به په خپلو جلسو كښې د امریکې اسسټنټ سیکرټری آف سټیټ ډونلډ لو په ضد خبرې كولې،اوس هغه ته پیغام لېږي چې ما معاف کړه،د (ن)لیګ د حکومت راتللو سره د غريبۍ ختمولو كار پيل كړے ،غواړو چې په غريب كم بوجھ راشي، دې ووئېل د هېواد خزانه بنی ګاله كښې ناستو لوت كړې ده،مونږ غواړو چې د غریب نغرے بل پاتې شي، په مشکل پريكړو نه كولو هېواد ديواليه كيدو پلو روان ؤ، وګړو ته غله او ډاكوان وئيونكے د هېواد د تاريخ تر ټولو غټ غل او ډاكو ثابت شو ،دې ووئېل خزانه خالی ده خو بيا هم شهباز شریف په یوټیلیټی سټورز آرزان اوړه وركوي، پنجاب كښې د 100 یونټس څخه كمه برېښنا استعمالونكو بل به نه راځي۔ د دې خيالاتو څركندونه د پاکستان مسلم لیګ (ن) نائب صدرې د لاهور حلقه پی پی 170 كښې ضمنی ټاكنو څخه وړاندې ویلنشیا ټاؤن كښې انتخابی غونډې ته وينا كښې وكړه۔د وزیراعظم صلاحكار عون چودھری ورور محمد ذوالقرنین دې حلقې څخه د مسلم لیګ (ن) كانديد دے ۔جلسې ته خپلې وينا كښې دې ووئيل تاسو ټولو ته د لندن څخه د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف د اړخه سلام كوم۔ په څنګه مينه چې تاسوو زما هركلے وكړو په دې زه ستاسو د ټولو مننه كوم۔