پوليس دې كوم ډول فشار د خپلو وظيفه اي ذمه وارو په ترسره كولو كښې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدي. وزيراعظم شهباز شريف

لاهور 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پوليس چارواكو ته هدايت كړے چې پوليس دې كوم ډول فشار د خپلو وظيفه اي ذمه وارو په ترسره كولو كښې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدي او د اولس د ځان او مان ساتنه دې باوري كړي. د وزيراعظم دفتر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتوار په ورځ په لاهور كښې په پنجاب صوبه كښې د امن او امان صورتحال په اړه د يوې لوړې پاې غونډې مشري وكړه. وزيراعظم ته په غونډه كښې د امن او امان صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم هدايت وكړو چې پوليس دې كوم ډول فشار د خپلو وظيفه اي ذمه وارو په ترسره كولو كښې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدي