وزيراعظم محمد شهباز شريف د بند پاور پلانټس د فوري بحال كولو حكم وكړو

لاهور 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بند پاور پلانټس د فوري بحال كولو حكم كولو سره د لوډشېنډنګ وجوهات په اړه رپورټ طلب كړے. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرې كښې د برېښنا لوډشېډنګ او د توان په بحران قابو موندلو لپاره يوه مهمه غونډه د اتوار په ورځ په لاهور كښې وشوه. په غونډه كښې د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال، د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك ګډون وكړو. د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل، د توان وفاقي وزير خرم دستګير ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب، د قومي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسي او د وزيراعظم خاص مرستيال فهد حسېن د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو. په دې موقع نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. په غونډه كښې په هېواد كښې د برېښنا په روان بحران حل كولو خبرې وكړې شوې. وزيراعظم د بند پاور پلانټس په سمدستي توګه د بحال كولو حكم وكړو. وزيراعظم ووئيل چې د برېښنا لوډشېډنګ په اړه دې په سمدستي توګه رپورټ وړاندې كړې شي په كوم كښې چې د لوډشېډنګ وجوهات واضح وي. وزيراعظم هدايت وكړو چې په صوبو كښې د څښكلو اوبو او د زرعي اسانيو لپاره د وركړې معاملې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي او په دې لړ كښې دې ارسا صوبو سره په مشوره ازادې سره پرېكړه وكړي.