د عمران مافيا د غلطو پرېكړو په وجه نن پاكستان د سخت وخت نه تېرېږي، پاكستان د كوم غېر متوازن كس د خواهشاتو غلام نه شي كېدے. د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق سردار اياز صادق سره يوځائ خبري كانفرنس ته وېنا

لاهور 03 جولائي (اے پي پي) د رېلوے او هوابازې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د عمران مافيا د غلطو پرېكړو په وجه نن پاكستان د سخت وخت نه تېرېږي، نورو ته غل ويوونكې په خپله د غلا عادت لري ، په ادارو نيوكې كول، مخالفينو ته كنځلې كول او د غدارې تورونه لګول د عمران نيازي كار دے، هغه په ذهني توګه سول مارشل لا اېډمنسټرېټر جوړ شوے، پاكستان د كوم غېر متوازن كس د خواهشاتو غلام نه شي كېدے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ وفاقي وزير سردار اياز صادق سره يو ځائ د رېلوے په مركزي دفتر كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. خواجه سعد رفيق ووئيل چې عمران نيازي او د هغه ټولګي د معيشت بېړه چپه كړې، د نالائق ټولګي په وجه قوم د ګرانې په ژرنده دل كېږي، خپل ځان ته جمهوري ليډر ويوونكې آئين سره لوبې كوي، په جمهوري نظام كښې د ادارو مداخله غواړي، د دې نه لويه غېر آئيني خبره كومه كېدې شي چې دا كس كله عدليه او كله پوځ ته غږ كوي، هغه قصداً داسې كارونه كوي چې ورسره د هېواد حالات خراب شي. خواجه سعد رفيق ووئيل چې د عمران مافيا د غلطو پرېكړو په وجه نن پاكستان د سخت وخت نه تېرېږي، پاكستان د كوم غېر متوازن كس د خواهشاتو غلام نه شي كېدے. ده ووئيل چې لسيزې وړاندې ډاكټر اسرار احمد او حكيم سعيد وئيلي وو چې د پاكستان په سياست كښې به دا تن لانچ كولې شي.