ابوظهبي 03 جولائي (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو درې الوتكې زلزله ځپليو لپاره طبي مرسته وړلو سره افغانستان ته روانې شوې چې پكښې د يو زر مربع ميټر فيلډ روغتون هم شامل دے. د اماراتو خبر رسنې ادارې له مخې په لېږل شويو الوتكو كښې طبي سامان او فيلډ روغتون چلولو لپاره يوه طبي ډله هم لېږل شوې ده. اماراتو د دې څخه وړاندې د زلزله ځپليو مرستې لپاره يو فضائي پل قائم كړے و او تېره اونۍ ئې هم يوه الوتكه افغانستان ته لېږلې وه چې پكښې درې ټنه د مرستې سامان و. د يادونې وړ ده چې په افغانستان كښې په زلزله كښې يو زر كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي وو.