په افغانستان كښې په دوه ټرافيكي پېښو كښې 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي

كابل 01 جولائي (اے پي پي) په افغانستان كښې په دوه ټرافيكي پېښو كښې 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د هرات ولايت د پوليسو وياند مېډيا ته وئيلي دي چې د شمالي بغلان ولايت په سرښار پل خمري كښې د يو موټر او ټرك ټكر كېدو په پېښه كښې د ډرائيور پشمول 4 مسافر مړه او 9 ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې دوهمه پېښه په هرات ولايت كښې رامېنځ ته شوې چې پكښې يو تن مړ او 10 ژوبل شوي دي.