په سوډان كښې په مظاهرچيانو د پوليسو په ډزو كښې 6 كسان مړه شوي

خرطوم 01 جولائي (اے پي پي) په سوډان كښې په مظاهرچيانو د پوليسو په ډزو كښې 6 كسان مړه شوي دي. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د سوډان د ډاكټرانو د يوې ډلې وياند وئيلي دي چې په خرطوم او اومدرمان ښارونو كښې د پوځي بغاوت په ضد په مظاهره كوونكو پوليسو نېغ په نېغه ډزې كړې دي او په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه شوي دي. د يادونې وړ ده چې په سوډان كښې د جمهوريت تر ټولې لوئې پلوي ډلې په ټول هېواد كښې د لاريونو غږ كړے او په هېواد كښې مظاهرې روانې دي.