مني پور 01 جولائي (اے پي پي) د هند په مني پور ايالت كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 14 كسان مړه او 50 بې دركه شوي دي. د هندي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې د زمكې ښوئېدنې دا پېښه تېره ورځ سهار وختي د رېلوے په تعميراتي سائټ كښې رامېنځ ته شوې چرته چې كاركنان په يو عارضي كېمپ كښې اوده وو. د زمكې ښوئېدنې په وخت په تعميراتي سائټ كښې 81 كسان موجود وو. د رپورټ له مخې د هند په شمالي ختيځو ايالتونو او ګاونډي هېواد بنګله دېش كښې بارانونو تباهي خپره كړې.