امريكا په افغانستان كښې د جنګونو، غربت، نشه اي توكو او د اولس د تكليف ذمه واره ده، د افغان اولس قومي اثاثې دې زر وركړې شي. چين

بيجنګ 01 جولائي (اے پي پي) چين امريكې ته وئيلي دي چې هغه دې په افغان اولس فشار اچول په سمدستي توګه بند كړي او د افغانستان قومي اثاثې دې هغوي ته زر وركړي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د چين د خارجه وزارت وياند زاٶلي جيان تېره ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې د انټرنېټ ځينې صارفين وائي چې د كابل په هوائي اډه يوه الوتكه د ډېرو خلقو د مرګ سبب جوړه شوې وه او بله الوتكه خلقو لپاره د اميد وړانګه ثابته شوې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د زلزلې نه پس چين خپل غوره صلاحيتونه پكار راوستلو سره د افغانستان په سمدستي توګه مرسته كړې او زلزله ځپليو سره ئې د 50 مليونه يوآن انساني مرسته كړې. ده ووئيل چې چين په هغو هېوادونو كښې په وړومبي نمبر دے كومو چې د افغانستان لويه مرسته كړې. ده ووئيل چې چين د جون تر 29مه نېټه افغانستان ته د مرستې د سامان درې پېرې لېږلې دي او د زلزله ځپليو مرستې لپاره د افغانستان لنډمهاله حكومت سره په تماس كښې دے. وياند ووئيل چې دا امريكا ده كومې چې په افغانستان كښې انساني تباهي پېل كړې، امريكا په افغانستان كښې د جنګونو، غربت، نشه اي توكو او د اولس د تكليف ذمه واره ده. ده ووئيل چې په افغانستان د امريكې د بريد په شل كلونو كښې د 30 زرو نه زيات افغان وګړي مړه شوي او يوولس ميلونه د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي دي. په دې موده كښې امريكې په افغانستان كښې د نشه اي توكو په پېداوار او تجارت كښې مرسته ، ملاتړ او برخه اخستې. د چين وياند ووئيل چې دا خبره لا ډېره د افسوس ده چې امريكې افغان اولس ته د وئيلو نه بغېر د افغانستان د 7 بلين ډالرو اثاثې منجمد كړې او دې سره د افغان اولس حالات نور هم خراب شول. دا ظالمانه رويه د اشعال ګرې نه هم زياته ده. د چين د خارجه وزارت وياند ووئيل چې قدرتي آفات او د انسان پېدا كړې ستونزې په نظر كښې ساتلو سره بايد امريكا په افغان اولس فشار اچول بند كړي او بايد د افغانستان قومي اثاثې زر وركړي د كومو په وجه چې افغان اولس سختو ستونزو سره مخ دے. امريكا دې افغان اولس لپاره د پېدا كړې شويو ستونز ازالې او په هېواد كښې روانه انساني تباهي كمولو لپاره كوټلي اقدامات وكړي.