د سېلاب په ممكنه صورتحال كښې دې د ځپليو سيمو د خلقو د ځان او مال حفاظت باوري كړے شي. عقيل عارف

ګوجرانواله 01 جولائي (اے پي پي) د چناب رېنجرز ونګ كمانډر لېفټېننټ كرنل عقيل عارف وئيلي دي چې د سېلاب په ممكنه صورتحال كښې دې د ځپليو سيمو د خلقو د ځان او مال حفاظت باوري كړے شي.د ګوجرانواله ډپټي كمشنر په دفتر كښې د سېلاب څخه د بچ كېدو اقداماتو د جاج اخستو په اړه په غونډه كښې ده ووئيل چې د سېلاب په ممكنه صورتحال كښې دې د ځپليو سيمو د خلقو د ځان او مال حفاظت باوري كړے شي. ده ووئيل چې ټولې ادارې دې ذمه وارې سره خپل خدمات ترسره كړي.