د تيونس په ساحل د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې درې كډوال مړه او درې بې دركه شوي

تيونس01 جولائي (اے پي پي) د تيونس په ساحل كډوال وړونكې كشتې ډوبه شوې ده او په نتيجه كښې ئې 3 كسان مړه او 3 بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د تيونس چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ په سوئيلي ختيځ ساحل د 17 كډوالو وړونكې كشتې ډوبه شوې. د چارواكو له مخې مېري ټائم ګارډز رېسكيو آپرېشن كولو سره 11 كسان د ډوبېدو څخه بچ كړي دي او د درې كسانو جسدونه ئې راويستلي دي ا و درې لا هم بې دركه دي. د چارواكو له مخې كډوالو د بحېره روم ته تېرېدو سره د اټاليا ساحل ته د رسېدو هڅه كوله چې پېښې سره مخ شول.