واشنګټن 01 جولائي (اے پي پي) د امريكې په نيو جرسي ايالت كښې د نيو آرك په ښار كښې د يو نامعلوم تن په ډزو كښې 9 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نيو آرك پوليسو وئيلي دي چې پېښه د كلنټن پېلس په بلاك 200 كښې تېر ماښام رامېنځ ته شوې چرته چې د يو نامعلوم تن په ډزو كښې 9 كسان ژوبل شوي چې پكښې يو ماشوم هم شامل دے. د رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.