هند كښې د خاورو كمرو لوېدو له امله 7 كسان مړه او 55 بې دركه شول

نوے ډيلے 30جون (اے پي پي) د هند په شمالي ختيز مني پور رياست كښې د خاورو كمرو لوېدو له امله 7 كسان مړه او 55 بې دركه شوي۔ د المان خپرونو ادارې له مخې هندي چارواكو د 55 بې دركه كسانو د مړينې اندېښنه څرګنده كړې ۔ چارواكو له مخې دا پېښه د رېل پټلۍ جوړېدو سيمه كښې رامخې ته شوې چرته چې د لږو نه لږو 81 كسانو كار كولو۔ د يادونې وړ ده دا مهال په بنګله دېشن او هند كښې د پشكال موسم روان دے او په دواړو هېوادونو كښې د سختو بارانونو له مخې د 150 نه زيات كسان مړه شوې دي