کېف 30 جون (اے پي پي) د روسيه ځواكونو د بحيره اسود د سنېك آئي لېنډ جزيرې قبضه ختمه كړې ۔د المان خپرونو ادارې له مخې د روسيه د دفاع وزارت او د يوكرائن صدارتي دفتر د دې پېشرفت تصديق كړے ۔ د روسيه دفاع وزارت دا د خېرسګالۍ اشاره ګرځولو سره وئيلي دي روسيه د يوكرائن د غلې په درآمد كښې خنډ نه دے پاتي ۔ روسيه په يوكرائن د بريد په وړومبۍ ورځ په دې مهمه جزيزه قبضه كړې وه۔ بلخوا د يوكرائن پوځ وئيلي دي زمونږ د پوځ كاميابو كاروائيو په نتيجه كښې د روسيه پوځ دا جزيزه پرېښودې ده