چينائي كمپنې دې په پاكستان كښې په قابل تجديد توان او په خاص توګه د شمسي توان په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي، د وزيراعظم شهباز شريف د چين سركاري كمپنې نورينكو پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې اتحادي حكومت د سرمايه كارې ودې لپاره اقدامات كوي، د چين او پاكستان اقتصادي مرسته زياتول د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده، د چين كمپنې دې په پاكستان كښې په قابل تجديد توان او په خاص توګه د شمسي توان په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د چين د سركاري كمپنې نورېنكو د لوړې پاې پلاوي وزيراعظم سره ملاقات وكړو. د پلاوي مشري د نورېنكو انټرنېشنل نائب صدر وانګ شياٶ بنګ او د نورېنكو انټرنېشنل ﴿پاكستان﴾ سي اي او لي چن وكړه.د ملاقات په مهال وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق، سيد نويد قمر، چوهدري سالك حسېن، د وزيراعظم سلاكار احد چيمه، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، محمد جهانزېب خان، ظفرالدين محمود او د اړوند وزارتونو چارواكي هم موجود وو. په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف په خپلو خبرو كښې ووئيل چې اتحادي حكومت د سرمايه كارې ودې لپاره اقدامات كوي، د چين او پاكستان اقتصادي مرسته زياتول د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده، د چين كمپنې دې په پاكستان كښې په قابل تجديد توان او په خاص توګه د شمسي توان په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي. وزيراعظم د لاهور اورنج لائن مېټرو ټرېن په پروژه كښې د كمپنې د كردار ستائنه وكړه. پلاوي پاكستان د اوسني معاشي بحران څخه ويستلو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د هڅو ستائنه وكړه او وې وئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د چين عظيم دوست دے، ده په هېواد كښې اقتصادي مرسته كوي كړې او په هېواد كښې ئې غېر ملكي سرمايه كاري اسانه كړې. پلاوي په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه او په خاص توګه ئې په ټهټه كښېې په ونډ كورېډور كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه. دې سره سره ئې نورې څانګې هم په ګوته كړې. وزيراعظم ووئيل چې پاكستان سرمايه كارې لپاره سازګار دے حكومت سرمايه كارو ته اسانيې وركولو لپاره اقدامات كوي. وزيراعظم د چينائي صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي كيانګ لخوا د پاكستان په پرله پسې ملاتړ او په خاص توګه د پاكستان په اوسني معاشي صورتحال كښې په مرسته مننه وكړه.