مدينه منوره 30 جون (اے پي پي) د سعودي د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه درې نيم لكه حج كوونكي د مسجد نبوي زيارت لپاره مدينه منوره ته رسېدلي دي. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي د حج او عمرې د وزارت د شمارياتو ادارې لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د بېلا بېلو هېوادونو 3 لكه 52 زره 140 حج كوونكي مدينه منوره ته رسېدلي دي. د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې د مسجد نبوي د زيارت نه پس 2 لكه 21 زره 267 حج كوونكي د مدينه منوره څخه مكه مكرمه ته بېرته ستانه شوي دي او 91 زره 409 حج كوونكي په مدينه منوره كښې موجود دي. د سعودي چارواكو لخوا سږ كال 10 لكه ځائي او غېر ملكي كسانو ته د حج كولو اجازه وركړې شوې ده.