د زلمو ښه وګړو جوړولو او د دوي كردار سازۍ كښې د پاكستان بوائے سكاؤټس اېسوسي اېشن كردار مهم دے٬سكاؤټس بايد كميونټي لپاره ګټور او مرستيال وي۔اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د زلمو ښه وګړو جوړولو او د دوي كردار سازۍ كښې د پاكستان بوائے سكاؤټس اېسوسي اېشن كردار مهم دے٬سكاؤټس بايد كميونټي لپاره ګټور او مرستيال وي۔ده دا خبره د چيف كمشنر پاكستان بوائے سكاؤټس اېسوسي اېشن راحيله حميد خان دراني لخوا د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د وركړې شوي پريزنټېشن مشري كولو په مهال وكړه۔اولس مشر ووئيل اېسوسي اېشن بايد د خپلو مالياتي حاجتونو ترسره كولو او د فعاله چارو لپاره خپل ځان په مناسب توګه چمتو كړي۔اولس مشر اېسوسي اېشن ته باور وركړو چې د انساني همدردۍ مشن او د دې مقاصد ترلاسه كولو كښې به د اېسوسي اېشن مرسته كولې شي۔چيف كمشنر اولس مشر د اېسوسي اېشن هلو ځلو او مشن په اړه خبر كړو