كاناډا، بېنك كښې د ډزو په نتيجه كښې دوه وسله وال مړه٬ 6 پوليس اهلكار ژوبل

اوټاوا 29 جون (اے پي پي) د كاناډا په برټس كولمبيا ولايت كښې په بېنك كښې د ډزو په نتيجه كښې دوه وسله وال مړه او 6 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔ د چين ميډيا له مخئ پوليس خپل بيان كښې وئيلي دي په بېنك كښې د پوليس او شكمنو وسله والو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې دوه وسله وال مړه او 6 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔ پوليس د ممكنه چاٶدېدونكو توكو د لاسه د نزدې كور د خالي كولو پرېكړه كړې ده