اوګاډوګو 29 جون (اے پي پي) د بركينا فاسو په سوئيلي ختيز ولايت بوګوريبا كښې امنيتي ځواكونو د كاروائۍ په مهال 22 ترهګر وژلې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د ځائي پوځ لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي په ياد شوي ولايت كښې پوځ او امنيتي ځواكونو د مشتركه كاروائيو په مهال د ترهګرو 3 ژالې ړنګې كړي او د ډزو په تبادله كښې 22 ترهګر وژلې شوي٬ د ترهګرو څخه په لويه شمېره وسله٬ ګوله بارود او نشه اي توكې هم برآمد شوي دي