د وفاقي کابينې غونډه كښې د نظرثاني شوې حج پاليسۍ، د قومي ويسټ منيجمنټ پاليسۍ او افغانستان سره تجارت ته د ودې وركولو لپاره د مختلف کېټګريز او نورو تجويزونو منظوري٬ په ټانك كښې د پوليو وركرز په ډله بريد سنجيده مسئله ده، بايد دا ډول پېښې بيا رامېنځ ته نشي۔ وزيراعظم

APP44-280622 ISLAMABAD: June 28 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs Federal Cabinet Meeting. APP

اسلام آباد۔28جون (اے پي پي) د وفاقي کابينې غونډه كښې د نظرثاني شوې حج پاليسۍ ، قامي ويسټ منيجمنټ پاليسۍ او افغانستان سره تجارت ته د ودې وركولو لپاره د مختلف کېټګريز او نورو تجويزونو منظوري وركړې شوې ٬ دغسې كابينې په ټانك كښې د پوليو وركرز په ډله د بريد په سختو ټكو غندنه كړې٬ وزيراعظم د صحت وفاقي وزير ته د پېښې تفصيلات جمع كولو او داخله وزير ته د دې سخت نوټس اخستو امر كړے ٬ وزيراعظم ووئيل دا يو سنجيده مسئله ده، بايد دا ډول پېښې بيا رامېنځ ته نه شي، وزيراعظم په دې لړ كښې تحقيقاتي رپورټ د كابينه راتلونكې غونډه كښې د وړاندې كولو امر هم كړے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وزيراعظم د ټولو وزيرانو او لوړو پورو د كابينې په غونډه كښې هركلے وكړو۔ د کابينې د غونډې په پېل كښې د پاکستان پيپلز پارټي پارليمنټيرينز صدر آصف علي زرداري مور او د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د نيا بخښنې لپاره دعا وكړې شوه٬ ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس د زياتېدونكو كېسونو له مخې وزيراعظم امر وكړو چې د كابينې ټول غړي دې د كرونا په اېس او پيز عمل وكړي او د ماسك استعمال دې باوري كړي۔ وفاقي کابينې د موسمياتي بدلون په سفارش د قامي خطرناك فضله منېجمنټ پاليسۍ 2022 منظوري وركړې٬ د پاليسۍ له مخې په پاكستان كښې د لسيزو راهسې رامخې ته د زهرجنې٬ اور اخستونكې او د مرګونې رنځ خپرٶنكې خزلې تلف كولو لپاره به د مسئلو مخنيوي كول وي٬ د دې نه علاوه پاليسي د پاكستان توثيق كړې شوې نړيوال ،کنونشنز، لوظنامو او ټريټيز له مخې ده٬ د پاليسي نفاذ لپاره به په قامي كچه يوه كمېټي جوړولې شي ٬ د دې نه علاوه به د خزلې تكنيكي كميټي جوړول او كېميكلز اېنډ وېسټ لپاره سنټرل ډائريکټوريټ جوړولې شي٬ د پاليسۍ له مخې به اېكشن پلان هم جوړولې شي چې مقصد به ئې په وفاقي او صوبائي كچه كار كونكې د ماحولياتي تحفظ اېجنسۍ لا فعاله كول وي او د دې به تشكيل نو كولې شي۔ كابينې په دې خبره اتفاق وكړٶ چې ټاؤن پلاننګ كولو په مهال د استوګنې او صنعتي سيمې جلا جلا ساتل پكار دي او سالډ ويسټ منيجمنټ پلان مرتب كولو سره د دې نفاذ دې باوري كړے شي٬ دغسې کابينې په ماحولياتي تحفظ كښې سرمايه کارۍ او په دې لړ كښې د حكومت لخوا په مناسب وسائلو مختص كولو زور رواړو۔ وزيراعظم د وفاقي وزيرې شيري رحمان لخوا ماحولياتي تحفظ لپاره د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه به د ماحولياتي تحفط پحقله ډېر زر يو خاص غونډه رابلم چې پكښې به صوبائي واكمن هم رابللے شي۔ کابينې د داخله وزارت له مخئ د جوړ كړي افغان بېن الوزات تعاون سيل٬ د اېپکس کمېټۍ او نادرا، د سرمايه کاري بورډ او د خارجه وزارت لخوا په ويزه رجيم د ريويو كمېټۍ د غونډې د تجويزونو منظوري هم وركړې۔ په دې تجويزونو كښې به د پاكستان سفارت خانې د افغانانو د ويزه درخواستونه د اصل هېواد په ځائ د موجوده نيشنليټي /پاسپورټ په بنياد پراسس كوي٬ افغانستان سره د تجارت ودې لپاره ورك ويزه کيټګري كښې يوه نوې ذيلي کيټګري، ډرائيورز/ټرانسپورټرز/هيلپرز په نومونو سره پاکستان آن لائن ويزه سسټم به معرفي كولې شي، په ابتدائي توګه به د 48 ساعتو په مهال 6 مياشتو لپاره د ملټي پل انټري ويزه اجراء كولې شي٬ چې پكښې تر يو كال د پراختيا اختيار به داخله وزارت سره وي۔ ويزه لپاره په دستاويزات كښې د خواست كونكي عكس٬ پاسپورټ، د ټرانسپورټ کمپنۍ په توګه رجسټريشن او ايمپلائمنټ لېټر شامل وي او د پراختيا په صورت كښئ به انټري / ويزه پيج په اضافي توګه پكار وي٬ ډرائيورز /ټرانسپورټرز او هيلپرز ويزه لپاره د سرمايه کاري بورډ لخوا سفارشي ليټر او د اېس اي سي پي رجسټرېشن استثنيٰ وركړے كېږي ځكه چې د ويزه ترلاسه كولو بنيادي مقصد يوازې د څيزونو د پولې پورې غاړه نقل و حركت دے۔ د ذكر شوو ټولو تجويزونو اطلاق به د اقتصادي رابطه تنظيم د غړٶ هېوادونو په ډرائيورز/ټرانسپورټرز اور هيلپرزهم وي۔ د کابينې د منظورۍ نه پس به نادرا ته د پاکستان آن لائن ويزه سسټم كښې د تبديلۍ هدايات جاري كولې شي ٬ په دې لړ كښې به په پاكستان كښې Ease of doing business ته ودې لپاره داخله وزارت او د سرمايه کاري بورډ آن لائن ادائيګۍ به د پاکستان آن لائن ويزه سسټم سره تړلې شي۔ وزيراعظم داخله وزير ته امر كړے چې په دې لړ كښې كومې ستونزې او خنډان شته ھغه لرې كړي٬ مونږ له د افغان اولس مرسته كول دي او د ګډې ګټې لپاره كار كول دي دغسې ھغه افغان وګړي كوم چې سرماي كارۍ لپاره خليجي رياستونو ته مخه كوي ٬ دوي ته په پاکستان كښې سرمايه کارۍ لپاره سازګار ماحول وركړے شي۔ کابينې ته د افغانستان نه راتلونكو رنځورانو لپاره هم په ويزه كښې د نرمۍ تجويز وړاندې كړے شوے ٬ کابينې پرېكره كړې چې پاکستان كښې د افغان وګړو سرمايه كاري زياتولو لپاره به پاليسي په دوو اوونيو كښې مرتب كړې شي٬ کابينې د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت ذيلي ادارې پاکستان سټينډرډز اينډ کوالټي کنټرول اتھارټۍ (PSQCA) لخوا د توان بچت لپاره په برېښنا چلېدونكو پنكو لپاره تفويض کړې د لږ نه لږ توان كاركردګۍ معيار پحقله خاص كمېټي جوړه كړه د كومې مشري چې به د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالک حسېن كوي او په نورو غړو كښې به د پټروليم وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك، وفاقي وزيرآغا حسن بلوچ او اړوند وفاقي سېكتران شامل وي۔ کابينې اتفاق كړے چې مونږ له توان بچ كولو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې په برېښنا چلېدونكېو آلاتو سټينډرډز كښې بهترۍ ته اړتيا ده۔ دغسې کابينې د اقتصادي رابطه کميټي د جون 22 كال 2022 په غٶنډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم كړے