ټول غړي يو برابر دي٬كوم هم غړے د خپل حق څخه محروم كېدے نشي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر

اسلام آباد28 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي زمونږ لپاره ټول غړي يو برابر دي٬كوم هم غړے د خپل حق څخه محروم كېدے نه شي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه رياض د اعتراض په نكته ووئيل د جي ډي اے غړي په لاسو د توروپټو تړلو سره په ايوان كښې ناست دي٬د دوي د احتجاج دې نوټس واخستلے شي٬د اپوزېشن د غړو دې خبره په توجه سره واورېدلې شي ٬ په دې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل ټول غړي زما لپاره يو برابر دي٬زه د كوم هم غړي حق نشم وهلے خو د بجټ په غونډه كښېتر بحث ځان محدود كول پكار دي دغسې چې بزنس وچلېږي۔