د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پارا چنار او كوئټه كښې د ترهه ګرۍ كاروايو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه

اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيوګونټرېش پارا چنار او كوئټه كښې د ترهه ګرۍ كاروايو په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د عمومي سېكتر وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې عمومي سېكتر د پاكستان كوئټه او پاراچنار ښارونو كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنو په سختو ټكو كښې غندنه كړې او په دې پېښو كښې د ككړو كسانو انصاف …

اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيوګونټرېش پارا چنار او كوئټه كښې د ترهه ګرۍ كاروايو په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د عمومي سېكتر وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې عمومي سېكتر د پاكستان كوئټه او پاراچنار ښارونو كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنو په سختو ټكو كښې غندنه كړې او په دې پېښو كښې د ككړو كسانو انصاف سره مخامخ كولو غوښتنه ئې كړې۔ عمومي سېكتر په دواړو پېښو كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا كړې۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان حكومت او اولس سره د يو و الي څرګندونه هم وكړه۔(وا/وا/1542)

مزید خبریں