چين او پاکستان د هر ډول حالاتو ستراتېژك شركتدار دي۔ د چين د خارجه وزارت وياند

بيجنګ 27 جون (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند ژاؤ لي جيان وئيلي دي چين او پاکستان د هر ډول حالاتو ستراتېژك شركتدار دي، پاکستان د “فرينډز آف دي ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټو” ګروپ يو مهم غړے هېواد دے، چين نړيوال پرمختګ ته وده وركول، د ملګرو ملتونو د 2030 تل پاتې پرمختګ او د سيمه ايزې مرستې په تګلاره عملدرامد ته ودې وركولو لپاره د پاکستان مهم کردار ته ډېر اهميت وركوي او چين پاكستان سره نزدې تماس او همكاري برقرار ساتلې ده۔ وياند د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ په كوم كښې چې د چين په كوربتوب كښې د بركس مشرانو غونډه كښې د پاکستان په ګډون نه كولو ميډيا پوښتنې كړې وې۔ ژاؤ لي جيان ووئيل بركس هېوادونو د مشاورت په بنياد په نړيوال پرمختګ د لوړې كچې پرېكړه كړې۔ ده ووئيل چين او پاكستان په پرمختيائي چارو خپل مېنځ كښې ډېره مرسته كړې چې ورسره دواړو هېوادونو او د منطقې اولس ته جامع ګټه ترلاسه شوې۔ د خارجه دفتر وياند ژاٶ لي جيان ووئيل چين به عمر له دغسې د نړيوال پرمختيائي اقداماتو په نافذ كولو كښې پاكستان ته د يو ترجيحي شراكتدار په توګه ګوري او چين نړيوال پرمختګ ته ودې وركولو لپاره پاكستان سره په ګډه كار كولو له چمتو دے