د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو سره په ډزو كښې د دوو پوځي ځوانانو په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پېښور27 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله كښې د دوو پوځي ځوانانو په شهادت غمرازي ښكاره كړې۔په جاري شوي خپل يو بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه