بلدياتي ټاكنو په وړمبي پړاؤ كښې پيپلز ګوند لوئ اکثريت سره کاميابي ترلاسه كړي۔وفاقي وزيره شازيه عطا مري

حيدرآباد 26 جون (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيري او د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن شازيه عطا مري وئيلي دي چې پيپلز ګوند اولسي ګوند دې، بلدياتي ټاكنو په وړومبي پړاؤ كښې پيپلز ګوند لوئ اکثريت سره کاميابي ترلاسه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې تيره ورځ سانګھړ ضلع بيراني سيمه كښې خپل ووټ كاسټ كولو نه پس د بيل پولنګ اسټيشنز دورې په مهال “اے پي پي” سره خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل د مخالفينو ميرمنو په بيل پولنګ اسټيشنز د ټګۍ كولو هڅه كړي خو د پيپلز ګوند جيالو د هغوي هڅې شنډي كړي۔ پيپلز ګوند جمهوري ګوند ددې كوم چې د اولس په خذمت باور لري۔