د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف د کشمير کاز سره ژور تعلق او مينه لري، حکومت به د هندي اقدام په ضد په 5 اګست د کشميريانو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي ۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيري د حريت لارښود الطاف احمد بھټ سره خبري اتري

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف او وزير اعظم شهباز شريف د کشمير کاز سره ژور تعلق او مينه لري،دواړه لارښودو په هر فورم د كشمير د آزادۍ تحريك په اړه خبره كړي، موجوده حکومت به د هندي اقدام په ضد په 5 اګست د کشميريانو سره د بشپړه يووالي څركندونه كوي۔د دې خيالاتو څركندونه دې د سينئر حريت لارښود او جمو او کشمير سالويشن موومنټ چيئرمېن الطاف احمد بھټ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د وفاقي وزير اطلاعات سره د هغې په كور كښې ملاقات کړې۔ده وفاقي وزير اطلاعات له چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ په دې موقع د پينډۍ پخوانې ميئر سردار نسيم خان او وفاقي وزير اطلاعات مور طاهره اورنګزيب هم موجود وو۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل ټوله نړۍ كښې د پاکستاني سفارت خانو ته په 5 اګست د هندي اقدام په ډاګه كولو سپارښتنه شوې ده۔ مسلم ليګ (ن) د مقبوضه کشمير وګړي يو ساعت هم نه دي هير كړې، موجوده حکومت د نواز شريف د وژن له مخې د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت روان ساتلې دې۔دې ووئيل د هند د اړخه په 5 اګست پورته شوې اقدام حکومت پاکستان نه وړاندې منلې او ئې اوس مني، کشمير يوه متنازعه سيمه ده كوم له به چې د خپل سباؤن پريكړه كول وي او د كشمير مسئله اولس ته رايو حق وركولو سره حل كيدې شي۔