د ذوالحجه 1443ھ سپوږمۍ ليدلو لپاره د مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه به په 29 جون په کراچۍ كښې كېږي

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د ذوالحجه 1443ھ سپوږمۍ ليدلو لپاره به د مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ په 29 جون 2022 د موسمياتو محکمې کمپليکس کراچۍ كښې كېږي چې پكښې به د ذوالحجه سپوږمۍ ليدلو پريكړه كولې شي۔ د مرکزي رويت هلال کمېټۍ پاکستان د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې دا غونډه به د شورو په ورځ په 29 جون 2022 د موسمياتو محکمې کمپليکس كښې په کراچۍ كښې د مولانا سيد محمد عبدالخبير آزاد چيئرمېن مرکزي رويت هلال کمېټۍ پاکستان په مشرۍ كښې كېږي۔ چې پكښې به د مرکزي رويت هلال کمېټۍ پاکستان او زونل رويت هلال کمېټۍ کراچۍ غړي ، د مذهبي چارو وزارت ، د سپاركو محکمې ، د موسمياتو محکمې او سائنس اينډ ټيکنالوجي وزارت سره تعلق لرونكي نمائندګان هم ګډون كوي،په ټول هېواد كښې به د زونل کمېټو غونډي اړوند هيډ کوارټرز اسلام آباد ، لاهور ، کوئټه او پېښور كښې كېږي۔چې پكښې به د ذوالحجه مياشت 1443ھ سپوږمۍ ليدلو پريكړه كېږي۔