ځوانان او نوې نسلونه د منشیاتو لعنت څخه بچ كول د يو محفوظ او سوكالې نړۍ لپاره ضروري دې۔ خارجه دفتر

اسلام آباد 26 جون (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي چې ځوانان او نوې نسلونه د منشیاتو لعنت څخه بچ كول د يو محفوظ او سوكالې نړۍ لپاره ضروري دې، مونږ د منشیاتو د استعمال څخه پاكې نړۍ ترلاسه كولو لپاره عمل او مرستي قوي كولو له د خپل عزم پخلې كوو۔د اتوار په ورځ د منشیات ختمولو نړيوالي ورځ په موقع جاری شوې بيان كښې خارجه دفتر وياند ووئيل د منشیات استعمال نه يواځې د صحت او سماجی او اقتصادی پرمختګ ته زيان رسوي بلكه دا قامی سلامتیا او سوكالي هم چیلنج کوي، پاکستان كښې د منشیات استعمال او غیر قانونی قاچاق په ضد نړيواله ورځ لمانځلې شوې۔ پاکستان ’’منشیات استعمال او غیر قانونی قاچاق په ضد نړيوالي ورځ ‘‘لمانځلو كښې نړيوالې ورورولۍ كښې شامل دې۔پاکستان پخپله د پوست څخه پاك هېواد دې خو د دې آبادی د سيمه ايز افیون پیداوار او تجارت ښكار شوې۔وياند ووئيل د منشیات غیر قانونی پیداوار او د دې قاچاق زمونږ په ګاونډ كښې يوه لويه مسئله ده او پاکستان د منشیات پیداوار او قاچاق په ضد جنګ لپاره د نړيوالي ورورولۍ او سيمه ايز اقدامات فعاله حمایت کولو هڅو كښې تر ټولو وړاندې دې۔ده ووئيل د دې ورځ لمانځل د پاکستان د منشیات څخه پاكې ټولنې او نړۍ جوړولو د كلك عزم څرګندونه كوي،پاکستان د پیرس معاهدے اقدام او افغانستان او ګاونډيانو لپاره د یو این او ډی سی سيمه ايز پروګرام كښې نزدې شمولیت لري۔مونږ به د دې خطر سره جنګ لپاره د ايران او افغانستان سره مرسته كوو۔