تشدد د انسانيت په ضد يو جرم دې، مقبوضه جمو او كشمير كښې صورتحال زيات سنګين دې، صدر عارف علوي د تشدد له امله ځپلې شوې كسانو حمايت نړيوالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د تشدد له امله ځپلېل شوي كسانو حمايت په نړيواله ورځ دا خبره رامخې ته كول غواړم چې ټولو وګړو ته بنيادي انساني حقوق ترلاسه دي، او انساني وقار په بنيادي حقوق كښې يو دې،تشدد د انسانيت په ضد يو جرم دې او غير قانوني دهند په تسلط كښې جمو او كشمير كښې صورتحال زيات سنګين دې۔ د اتوار په ورځ د تشدد له امله ځپلې شوې كسانو حمايت نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان آئين انساني وقار زيات محترم لري او چا له هم د تشدد اجازه نه وركوي۔ پاكستان د تشدد ختمولو لپاره د عزم څركندونه كوي۔ 2010 كښې د پاكستان حكومت د ملګرو ملتونو د تشدد په ضد د كنونشن توثيق كړې۔دغې كنونشن په واضح ټكو كښې تشدد ممنوع ګرځولې او په ټولو هېوادونو ئې زور راوړې چې تشدد كونكو له سزا وركړئ۔بيا هغه وخت څخه پاكستان په دې معامله كړې۔ اوس زمونږ د مقننه سره د تشدد كارروائي جرم ګرځولو بل لري كوم چې د منظوريدو نه پس پاكستان كښې يو قانوني حيثيت اختيار كړې كوم به چې تشدد جرم ګرځولو سره د تشدد مرتكب عناصرو له سزا وركوي۔