ټول هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال 14437 كورونا ټيسټونه شوي۔اين آئي ايچ

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) نېشنل انسټي ټيوټ آف هيلتھ( اين آئي ايچ) له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې 14437كورونا ټيسټونه شوې۔ د اتوار په ورځ اين آئي ايچ د اړخه جاري شوې ټويټ كښې شيئر كړې شوي شميرې له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال 14 زره 437 كورونا ټيسټونه شوې چې پكښې 406 كسانو كورونا ټيسټ مثبت راغلې۔ دغسې تيرو 24 ساعتونو كښې شوې مثبت كورونا ټيسټونو شرح 2.81 فيصده وه۔ دې نه ځانله په دې مهال كورونا وائرس له امله 2 رنځوران مړه شوې دي دغسې د 94 رنځورانو حالت اندېښمن دې۔