پېښور 26 جون (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24ساعتونو په مهال كورونا مثبت كيسونو شرح 1.1 فيصده ته رسيدلې ده۔ د روغتيا صوبائي محكمې له مخې تيرو 24ساعتونو په مهال تر ټولو زيات مثبت كيسونو شرح ټانك كښې ريكارډ كړې شوي۔ خېبر پښتونخوا كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال 2,226 نوې ټيسټونه شوې چې پكښې 24 كورونا ټيسټونه مثبت راغلې دغسې پي سي آر ټيسټونو شميره 525 وه،دغسې تيرو 24 ساعتونو كښې ريپډ انټي جين ټيسټ شميره 1,701 وه۔ټوله صوبه كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال كوم تن د كورونا له امله نه دې مړ شوې دغسې د ايكټيو كيسونو شميره 211 ته رسيدلې۔