وزير اعظم شهباز شريف د آصف علي زرداري سره د هغه د مور او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د نيا په مړينه لاس نيوه وكړه

شهيد بے نظير آباد 25 جون (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف د پاكستان پيپلز ګوند پارليمينټيرينز مشر آصف علي زرداري سره د مور او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د نيا په مړينه زرداري هاؤس شهيد بے نظير آباد، نواب شاه ته تللو سره لاې نيوه وكړه۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې تفصيلات له مخې وزير اعظم سره د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف، ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني، د ريلوے وزير خواجه سعد رفيق، د تجارت وزير سيد نويد قمر او د وزير اعظم خاص مرستيال سيد فهد حسين موجود وو۔زرداري هاؤس ته په رسيدو آصف علي زرداري، يوسف رضا ګيلاني، شازيه مري، آصفه بھټو زرداري، وزير اعلي سندھ سيد مراد علي شاه، مرتضي وهاب او حاجي علي حسن زرداري د وزير اعظم او د هغه د پلاوي هركلے وكړو۔وزير اعظم او د هغه پلاوي د ارواښادي لوړو درجو او د غمجنې٬ كورنۍ د زغم لپاره دعا اوكړه۔