د هېواد څخه د غربت خاتمې لپاره په شتمندو 10 فيصد سپر ټېكس لګولے شوے۔وزيراعظم

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ وئېلي دي هېواد څخه د غربت خاتمې لپاره په شتمندو 10 فيصد سپر ټېكس لګولے شوے ۔ده دا خبره په سوشل مېډيا پليټ فارم ټوېټر خپل ټويټس كښې كړی ده ۔ده په شتمندو د لس فيصده سپر ټېكس د پس پرده دليل وضاحت كولو سره ووئيل جې كله اتحادي حكومت په اقتدار كښې راغلو نو ورسره دوه لارې وې ٬ټول ټاكنې وكړي او ٬ معيشت كمزورے پرېږدي او كه رامخې ته د معاشي چېلجونو مقابله وكړي۔ده ووئيل مونږ پاكستان د معاشي دلدل څخه د ويستلو انتخاب كړے حالانكه په دې ګښې سياسي خطرې رامخې ته دي۔مونږ پاكستان د هر څه نه وړاندې ساتلے ۔ ده ووئېل دا وړومبے بجټ دے چې پكښې د معيشت د بحالۍ منصوبه وړاندې شوې۔ده ووئيل مونږ چې كومې سختې پريكړې كړې هغه به هېواد په معاشي بحران د قابو موندلو جوګه كړي٬حكومت د كم نه په كم آمدن لرونكو او په تنخاداره طبقه د لږ نه لږ بوج اچولو په زړه پورې هڅې كړې دي۔