پیښور 23 جون (اے پي پي)په افغانستان كښې زلزله كښې د يو زرو نه د زياتو كسانو مرګ او 2 زره څخه د زياتو ژوبل شوو تر مخه پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن د صوبائي حكومت په خواست په بېړني بنيادونو د 60 ډاكټرانو فهرست چې پكښې د بېلا بېلو څانګو پوهان ډاكټران شامل دي۔د روغتيا وزير٬د روغتيا سېكرټري او د هېلت ډي جي سره جمع كړے۔د پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن ډاكټر زبير ظاهر له مخې حكومت دې ډاكټرانو ته باقاعده ارډر جاري كړي دغسې چې د دوي ډيوټي سټېشن څخه رېليو وي او هغوي ته لاجسټك سپورټ او امنيت هم وركړے شي او دوي د ورور اسلامي هېواد افغانستان زلزله ځپليو ته په وخت طبي مرسته وركړي۔ده ووئيل د نورو پوهانو ډاكټرانو فهرست هم جوړېږي كه چرې د نورو ډلو ضرورت پیښ شو نو هغوي به هم لېږلې شي او په دې سخت وخت كښې به د افغانستان هر ممكنه مرسته كولې شي۔