د نالو او ناله لئي د صفائۍ كار دې زر تر زره بشپړ كړے شي٬د پشكال بارانونو چېلنجونو سره دې په ډينګي هم قابو وموندلے شي۔د پینډۍ ډپټي كمشنر

پېنډي 23 جون (اے پي پي)د پېنډۍ ډپټي كمشنر طاهر فاروق اړوندو ادارو ته هدايت كړے چې د نالو او ناله لئي د صفائۍ كار دې زر تر زره بشپړ كړے شي٬د پشكال بارانونو چېلنجونو سره دې په ډينګي هم قابو وموندلے شي۔جاري شوي بيان له مخې ډپټي كمشنر د ناله لئي او د ښار د لويو نالو دورو په موقع ووئيل بېغوري او سركاري كار كښې د سستۍ مرتكب افسرانو او عملې په ضد به كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔په دې موقع د پېنډۍ ويسټ منيجمنټ كمپنۍ٬واسا٬ميټرو پوليټن كارپورېشن افسران هم د هغه سره وو۔په دې موقع ډپټي كمشنر ته د پشكال بارانونو په مهال د سېلابي صورتحال مخ نيوي تيارو په اړه بريفنګ وركړے شو