پي کے 7سوات كښې ضمني الېكشن كمپائن به د خالي په شپه ختم شي۔اليكشن كمېشن

پېښور23جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پي کے 7سوات ضمني الېكشن كمپائن به د خالي په شپه ختم شي۔د اليكشن كمېشن له مخې صوبائي الېكشن كمېشن محمد فريد آفريدي په ضمني الېكشن كښې برخه اخستونكو كانديدانو ته د خالي په شپه د انتخابي كمپائن ختمېدو نه پس د جلسې يا جلوس نه كولو احكامات جاري كړي۔ ده ټولو كانديدانو ته اپيل كړے چې د جون په 26مه نيټه كېدونكے ضمني الېكشن په سوله ايز ډول كولو لپاره د الېكشن كمېشن په قوانين عملدرامد باوري كړي