پېښور 23 جون (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ (کيو ډبليو پي) چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاو د زيارت په ورځ په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې چې راوړاندې شي او د افغانستان د زلزله ځپليو مرسته وكړي۔خپل يو بيان كښې آفتاب شيرپاؤ ووئيل زلزله ځپلي په دې سخت وخت كښې د نړيوالي ورورولۍ د مرستې په طمعه دي۔افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره ده ووئيل زمونږ ګوند په دې سخت وخت كښې د ځپليو سره ولاړ دے، د افغانانو د ويجاړو شوو كورنو بيا رغونې او د ژوبل شوو درملنې لپاره د سمدستي مرستي كولو خوښي لرو