زلزلې له امله د مړو شميره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔محمد امين حضيفه

كابل 23 جون (اے پي پي) افغانستان غريزې سرحدي سيمه كښې راغلې زلزلې له امله د مړو شميره كښې د زياتوالې اندېښنه ده۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د پكتيا ولايت د اطلاعاتو او كلتور محكمې مشر محمد امين حضيفه ووئيل پكتيكا ولايت كښې يو زر څخه زيات كسان مړه شوې دي او 1500 څخه زيات ژوبل شوې دي چې پكښې د زياتره حالات اندېښمن دې دغسې نور ګڼ شمير كسان د ملبے لاندې دي۔د افغانستان اعلي لارښود هيبت الله اخونزاده د مړو شميره كښې د زياتوالي اندېښنه څرګندولو سره وئيلي غريزه سيمو ته رسيدلو كښې ستونزو له امله د مړو شميره زياته شوې۔ سينئر طالبان عهديدار انس حقاني خپل يو ټويټ كښې ووئيل حكومت خپل ټول صلاحيتونه كاروي او هيله لرو چې نړيواله ورورولي او د مرستې تنظيونه به په دې مشكل صورتحال كښې د افغانانو مرسته وكړي۔