يوكرين كښې د پوځي عملياعتو تر خاتمې به په روس فشار نه شي كمولې۔ د امريكې وياند

واشنګټن 23 جون (اے پي پي) امريكې وئيلي چې تر څو روس په يوكرين كښې خصوصي پوځي عمليات بند كړې نه وي په روس به فشار نه شي كمولې۔طاس نيوز د امريكې خارجه محكمې وياند نيډ پرائس ميډيا بريفنګ په اړه ووئيل روس يوكرين كښې پوځي عمليات روان ساتلي د كوم تر ختمولو به په روس د فشار سلسله روانه ساتلې شي۔انډونيزيا كښې په 7 جولائي كيدونكي جي 20 هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې د روس اعليٰ سفارتكار سرګئي لاوروف ګډون كولو په پوښتنه ده ووئيل هيله لرو چې په دې ايونټ كښې به د روس يوكرين په شخړه د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ده ووئيل په دې غونډه كښې به د امريكې نمائندګي خارجه وزير انټوني بلنكن كوي۔