د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوې زيان د افسوس څركندونه كړې،نړيوالي ورورولۍ څخه د مرستې اپيل

ملګري ملتونه 23 جون (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوترش په افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې ده تيره ورځ يو بيان كښې وئيلي چې افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې ګڼ كسان مړه او ژوبل شوې دي او په دې كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔ده ځپليو كورنيو سره غمرازي او ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل افغانستان اولس د څو كلونو راهسې د ستونزو او ولږي ښكار دې۔ ده ووئيل افغانستان كښې ملګري ملتونو په بشپړه ډول متحرك دې او د ملګرو ملتونو ډلي د حالاتو جاج اخلي او ابتدائي مرسته وركوي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د زلزله ځپليو كونيو مرسته وكړي ځګه چې دا وخت د يووالي څرګندوني دې۔