بلاول بهټو زرداري په لاړكانه كښې د پيپلز بس سروس پرانسته وكړه

APP47-220622 LARKANA: June 22 - Chairman Pakistan People's Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari inspecting the People's Bus Service inaugurated by the Sindh Government. APP photo by Nadeem Akhtar Soomro

لاړكانه22جون (اے پي پي)خارجه وزير او د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د لاړكانې وګړو ته ارزان٬معياري او د آرام لرونكېسفر آسانۍ وركولو لپاره د ايئر كنډيشنډ لګژري انټراسټي پيپلز بس سروس د شورو په ماښام پرانسته كړې ۔د پرانستې دستوره د لاړكانې ښار سره نزدې سرشاه نواز بهټو ميموريل لائبريري سره نزدې شوې۔د بلاول بهټو زرداري سره د لاړكانه ډپټي كمشنر طارق منظور چانډيو٬د لاړكانې ضلعې د پيپلزپارټي صدر اېم اېن اے خورشيد شاه احمد جونيجو او نور مشران هم موجود وو۔هغه ته په لاړكانه كښې د چلېدونكي ايئركنډېشنډ بسونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔دا بسونه به د ښار نوې بس اډې څخه قائد عوام يونيورسټي٬ايئرپورټ٬سندھ يونيورسټي كېيمپس٬آئي بي اے ٬سچل كالوني روټس٬هائيكورټ روډ٬اېس اېس پي آفس٬شاه نواز لائبريري او په نورو روټس چلېږي او د دې سيمو خوا شا اوسېدونكي به په دې ايئر كنډېشنډ بسونو كښې سفر كولې شي