د پاك فضائيه مشر ظهير احمد بابر سدهو سره د اټاليا د وسله وال پوځ چيف او ډيفنس جنرل سټاف ملاقات

اسلام آباد22جون (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ظهير احمد بابر سدهو سره د شورو په ورځ د اټاليا د وسله وال پوځ چيف او ډيفنس جنرل سټاف اېډمرل جوزپ كاووډريګون ملاقات كړے۔ په دې مهال په سيمه ايز صورتحال٬د شريكې او د پیشه وره خوښې په چارو خاص زور راوړلے شوے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي او امنيتي مرسته هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د پاك فضائيه وياند له مخې د پاكستان په سركاري دوره راغلے د اټاليا د وسله وال پوځ چيف آف ډيفنس جنرل سټاف اېډمرل جوزپ كاووډريګون د پاك فضائيه مشر سره ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال ګران مېلمه د پاكستان د وسله وال پوځ د پیشه وره پوهې اعتراف كړے او په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو له يې د عزم څرګندونه كړې ۔ده ووئيل دې مرستې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔دغسې د پاك فضائيه مشر د اټاليا او پاكستان ترمينځه د قوي دوه اړخيزه دفاعي اړيكو د لا ودې د عزم پخلے كړے