خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او زلزلې له امله دوه كسان مړه٬ څلورو كورونو ته په جزوي توګه زيانرسېدلے ۔ پي ډي اېم اے

پېښور22جون (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو او زلزلې له امله دوه كسان مړه او څلورو كورونو ته په جزوي توګه زيانرسېدلے دے ۔ پي ډي اېم اے د تېرو 24 ساعتو په مهال بارانونو او زلزلې څخه د شوو زيانونو رپورټ جاري كړے۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې په نوښار كښې د باران په نتيجه كښئ يو كس مړ شوے دغسې په لكي مروت كښې د زلزلې له امله يو كس پحق رسېدلے او د زلزلې او بارانونو له امله د صوبې په بېلا بېلو سيمو كښې څلورو كورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے ۔ پي ډي اېم اےد صوبې ټولو ضلعيې انتظاميې سره نزدې تماس ساتلے او د هر صورتحال پرله پسې نګراني كوي ٬ كنټرول روم فعاله دے او د هر ډول ناوړه پېښې اطلاع او تصديق لپاره هېلپ لائن 1700باندې رابطه كېدې شي