ګلګت 22 جون (اے پي پي) د ګلګت رحيم آباد سيمې سره نزدې د سېلګرو ګاډې پېښې سره مخ شوے او په نتيجه كښې ئې 4 سېلګري مړه او 8 ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې د سېلګرو تعلق كراچې سره دے. په ګاډي كښې دوولس كسان سواره وو. د عيني شاهدانو له مخې ګاډې په موړ كښې د تاوېدو په مهال بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتې. ځائي خلقو رېسكيو 1122 سره په ګډه د مرستې چارې پېل كړې دي او ژوبل شوي كسان ئې د ګلګت هېډكوراټرز روغتون ته رسولي دي.