پېښور 21 جون (اے پي پي)پي ډي اېم اے د تېرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو له امله د زيان رپوټ جاري كړے ٬ د اوسنو بارانونو له امله د تېرو 24 ساعتو په مهال دوه كسه مړه او درې ژوبل شوي۔د نهې په ورځ د جاري شوي رپورټ له مخې د څلورو ځناورو پشمول 13 كورونو ته جزوي زيان په ډي آئي خان ضلع كښې رامخې ته شوے ۔د پي ډي اېم اے ډي جي اړوند ضعليې انتظاميې ته د سمدستي مرستې كولو هدايات جاري كړي۔ده ووئيل پي ډي اېم اے ټولو ضلعو سره په رابطه كښې ده۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په هدايت ضلعي انتظاميې او اړوند محكمې الرټ دي٬د يادونې وړ ده پي ډي اېم اے د جون په 19مه نېټه ټولو ضلعو ته مراسله كړی وه چې پكښې د بارانونو او خاورو كمرو رالوېدو پشنګوئۍ شوې وه ۔د پي ډي اېم اېم اے ډي جي ووئيل د پي ډي اېم اے كنټرول روم 24/7 فعاله دے او د كومې هم پیښې اطلاع زمونږ هېلپ په لائن نمبر 1700 وركولې شې