د كاروباري وختونو د وړاندېزونو جاج اخستو نه پس به د صوبائي حكومتونو په مشاورت پريكړه كوو٬د لوډشېډنګ خاتمې لپاره اقدامات كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير

اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د كاروباري وختونو د نوو ژړاندېزونو د جاج اخستو سره به د صوبائي حكومتونو په مشاورت پريكړه كوو٬د لوډشېډنګ خاتمې لپاره عملي اقدامات كوو٬د توان كمے لرې كېدو سره به د وختونو بيا د سره جاج اخلو٬حكومت سوداګرو لپاره د كاروبار ښې موقعې وركوي۔هغه د نهې په ورځ د سوداګرو استازو پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔په ملاقات كښې اسلام آباد كښې د كاروباري وختونو نفاذ په اړه په تجاويز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزير د سوداګرو استازو وړاندې كړو وړاندېزونو هركلي كولو سره ووئيل د اوسني كاروباري وختونو د كار اطلاق په مشاورت به په ټول هېواد كښې يو ډول وي٬د كاروباري وختونو په كار كښې دا بدلون د توان بچت لپاره راوستلې كېږي ٬د كاروباري وختونو كار په مهال د لوډشېډنګ خاتمې لپاره عملي اقدامات كوو۔ده ووئيل مونږ په تېر وخت كښې هم د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم كړے ؤ ٬اوس به هم د توان په بحران قابو ومومو٬د هېواد څخه د مكمل لوډشېډنګ زر تر زره خاتمې لپاره په بېړني بنيادونو اقدامات كوو۔په دې مهال پلاوي غوښتنه وكړه چې د ريسټورنټس د شپې د كار وخت 12 بجې كړے شي