ملتان 21 جون (اے پي پي) د ملتان ضلعې انتظاميې د سېلاب او د سختو بارانونو په لړ كښې ايمرجنسي پلان جاري كړے٬ په دې لړ كښې ډپټي كمشنر محمد طاهر وټو رېسكيو او د واسا پشمول ضلعي محكمې ته د چمتو پاتې كېدو حكم جاري كولو سره وئېلي دي د سختو بارانونو ترمخه د خرابو او خطرناكو ودانيو سروے وكړئ او خطرناكو ودانيو څخه د وګرو شفټ كولو لپاره دې نوټس وركړے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ډسټركټ ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې اېډېشنل ډپټي كمشنرانو٬اسسټنټ كمشنرانو او د اړوندو ادارو مشرانو هم ګډون وكړو۔په دې موقع ډپټي كمشنر محمد طاهر وټو وئېلي دي د سېلاب بندونو او د تجاوزات خاتمې لپاره دې اپړېشن وكړے شي او د ممكنه سېلاب په اړه ټولې دې ادارې موثر پلان جوړ كړي۔طاهر وټو وګړو ته هدايات وكړو چې هغوي په بارانونو كښې بشپړ حفاظتي تدابير خپل كړي