په سرګودها كښې به رېسكيو 1122 د اوسنو بارانونو په مهال بيخې چمتو وي۔ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر

سرګودها 21 جون (اے پي پي)ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر مظهر شاه وئېلي دي پنجاب ايمرجنسي سروس رېسكيو 1122 سرګودها به د اوسنو بارانونو په مهال بيخي چمتو وي۔ده ووئيل د موسميات محكمې پيشنګوئي له مخې راتلونكو ورځو كښې د سختو بارانونو سره او خوړونو او سيندونو كښې د سېلاب خطر دے٬ دې لپاره اولس له پكار دي چې هغوي د زړو استوګنو څخه اوځي او د موسميات محكمې پيشن ګوئي تر مخه محفوظ ځايې ته منتقل شي۔په دې لړ كښې رېسكيو 1122 ټول انتظامات مكمل كړي اولس دې يوازې د ايمرجنسي په صورت په 1122 رابطه كوي